د همغږۍ عالي کمیسیون شپږمه غونډه تر سره شوه

د پیسو وینځلو او د تروریزم تمویل د مخنیوي قانون 33 مادې د تعدیل پر بنسټ د پیسو وینځلو او تروریزم تمویل سره د مبارزې عالي کمیسیون شپږمه غونډه د چهارشنبې په ورځ د 10/02/1444 هـ ق. کال د افغانستان بانک د سرپرست عالیقدر عبدالقاهر(حاجي ادریس) تر مشرۍ لاندې د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د غړو ادارو د استازو په ګډون هر یو مالیی وزارت ، عدلیی وزارت ، لوی څارنوالی ، کورنیو چارو وزارت ، بهرنیو چارو وزارت او داستخباراتو لوی ریاست تر سره شوه.

دغه غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د همغږۍ عالي کمیسیون رئیس محترم عبدالقاهر (حاجي ادریس) تر هر څه د مخه د همغږۍ عالي کمیسیون درنو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، ټینګار وکړ چې دا غونډه د ټولو اړوندو ادارو سره د پیسو وینځلو، اقتصادي جرمونو څخه د راپیداشویو عوایدو او د تروریزم د تمویل سره په ملي کچه د همغږي کولو لپاره ګټوره تمامه شی.

محترم عبدالقاهر (حاجي ادریس) زیاته کړه؛ د پیسو وینځل یو له هغه سازمان شوي جرمونو څخه دی چې نن سبا یې د نړۍ پام ځانته رااړولی دی. اسلامي تعلیمات او ارشادات له ابتدا څخه هڅه کوي چې د حرامو اعمالو په پایله کې لاسته راغلې شتمنۍ د جرم په توګه وپېژني او پر وړاندې یې مبارزه وکړې. د یو عادل نظام او د مسووله واکمنانو په حیث باید زمونږ ګډې هڅې دا وي چې ددې جرم پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړو او د منفي اغیزو نه یی تر ډیره بریده مخنیوی وکړو.

دغه راز د همغږی عالی کمیسیون فعالول دافغانستان مالی سکتور راتلونکی ارزونی په اړوند خورا ډير اهمیت لری او دنړیوال سازمانونو کی د افغانستان دغړیتوب او له دی سربیره د اسلامی امارت راتلونکی تعامل لپاره شرایط مساعد کولای شی.

د همغږۍ عالي کمیسیون دارالانشاء رئیس او غړو د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز ( د مالی استخباراتو واحد) د اهمیت، خپلواکۍ او دندو، د همغږۍ د عالي کمیسیون د صلاحیتونو او دندو، د پیسو وینځلو د خطرونو د ملي ارزونې په بهیر کې د دغه کمیسیون د اهمیت په اړه او د عمل پلان پلي کولو په پار معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د هرې ادارې استازو د کمیسیون د دارالانشاء او د افغانستان بانک د مشرتابه له مدبرانه هڅو څخه مننه وکړه او د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل پر وړاندې یی د مبارزې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.








کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019